د مدرسې تعارف
  • د مدرسة الفاروق الاسلامية ۳ برخه
  • د مدرسة الفاروق الاسلامية تعارف ۲ برخه
  • مدرسة الفاروق الاسلامية تعارف ۱ برخه

د جامعې مصارف

جامعه یوه غیر دولتي علمي اداره ده. ددې کومه خاصه مستقله امدني او مدرک نسته او د حکومت یا کومي بلي دولتي ادارې یا موسسې څخه کوم امداد او کومک نه قبلوي.

الحمدلله د جامعې ټول مصارف الله تعالی په خپل فضل او کرم سره د اهل خیر وروڼو په ذریعه پوره کوي. په جامعه کي د شروع څخه ددې خبري انتظام سوی دی چي هر نوع صدقه د شریعت د اصولو موافق مصرف کړي. چنانچه صدقات واجبه او صدقات نافله هر یو په خپل مستحق مصرف باندي مصرف کيږي. الحمدلله.

په جامعه کي د حساباتو لپاره مستقله شعبه سته چي متعدد اساتذه کرام باقاعده ددې امد او خرج تفصیلي یاداښت اخلي او د هر قسم صدقې لپاره خپل رسيد ورکوي. تر څو جامعې سره راغلي امدات ټول جمع سي او همدارنګه ټول مصارف په شفاف ډول ليکل کيږي او د تعليمي کال په اخر کي کاملاً تصفيه کيږي.

اوس فی الحاله (۱۴۳۶ هـ ق) د جامعې مصارف د اساتذه کرامو تنخوا، د شاګردانو د خوراکې، وچي ډوډۍ او د مدرسې د نورو جزءي کارونو مثلاً د جنراتور تېل او داسي نور جمله مصارف ماهانه تقريباً (۶۰۰۰۰۰) شپږ لکه کالداري پاکستانۍ کيږي. چي ددې جملې څخه د جامعې کتابونه ، تعمير او نور زائد کارونه استثنی دي چي ددې ټولو مصارف د کاله تقريباً (۷۰ لکه) کالداري کيږي. کم تعمير او نور زوائد چي ور جمع کړل سي نو بیا يې مصارف نور هم زياتيږي.

د جامعې د اساتذه کرامو او د مسؤلينو په ډېرو لږو تنخواؤ د سلف الصالحين د عادت مطابق قناعت دی. نو الله دادی ددې جامعې ټول ضروریات په خپل فضل او کرم سره پوره کوي فلله الحمد علی ذالک.

د جامعې تعميراتي ضروريات

د طلبه کرام د کثرت او کار د وسعت او پراخه کېدو په وجه د جامعې اوسنۍ احاطه او تعمير انتهايي تنګ دی او درسګاه نا کافي دي او د طلبه کرام لپاره مستقل دارالاقامه نسته. نو ددې خبري اشد ضرورت دی چي جامعه د جامعې څنګ ته او یا کوم بل ځای ښه پراخه مځکه رانیسي او هلته د جامعې د نوي نقشې مطابق د جامع او جامعې د ټولو ضروریاتو مطابق وسېع تعمیر ورباندي جوړ کړي. په دې ارتباط الله تعالی ته قوي اميد دی چي الله تعالی به يې د خپلو اهل خیر بنده ګانو په وسیله عملي کړي. نو د ټولو اهل خیر مسلمانانو وروڼو څخه هیله کوو چي په دې خدمت کي خپل حلال مال ولګوي او د دنیا او اخرت سعادت حاصل کړي.

وما ذالک علی الله بعزیز

ومن الله توفیق

د طلبه کرامو او د هغوی د سر پرستانو لپاره ضروري هدايات او ضوابط

۱- هر طالب العلم ته د اهل السنت و الجماعت د حق مسلک سره مکمله وابستګي او تعلق ضروري دی. د جمهورو علماء او خصوصاً د مدرسې د اسلافو د فکر او عمل سره به مکمل مطابقت لري او د هغه څخه به هیڅ قسم انحراف نه کوي.

۲- د جماعت د لمانځه پابندي هر طالب العلم ته انتهايي ضروري ده. د ترک جماعت په صورت کي هیڅ غیر شرعي عذر نه اورېدل کيږي.

۳- د مدرسې د اساتذه کرامو سره عقیده او د زړه څخه محبت ساتل او د هغوی عزت او احترام کول د علم د تحصیل او استفاده لپاره اول شرط دی. نو لهذا د هر طالب العلم دا فریضه ګرځي  چي د ټولو استادانو به انتهايي احترام کوي او د هغوی سره به قلبي تعلق ساتي، که څه هم هغه دده براه راست (مستقل) استاد نه وي.

۴- د هر طالب العلم لپاره په اخلاقو، اعمالو، صورت،سیرت، وضع قطع او لباس کي د صلحاء امت اتباع ضروري ده. سیاسي ګفتګو کول، سګرېټ څکول،غیر شرعي ورېښتان جوړول، ږيره لنډول او یا خریل ممنوع دي، د خپلو ملګرو یا د مدرسې د ملازمينو سره جګړه کول، بد کلامي کول په بد اخلاقۍ ور سره مخ کېدل، یو د بل چغلي، عیب لټول، غیبت، مسخرې، بې فاېدې خبري، بد ترین عیوب دي. ددې څخه ځان ساتل د هر طالب العلم فریضه ده.

۵- په دارالاقامه کي د اوسېدونکو طلبه د درخواست لپاره دا ضروري ده چي اول به ناظم دارالاقامه  د دوی پر درخواست امضاء کوي  او بیا به د رخصتۍ اخستلو لپاره ناظم تعلیمات ته وړاندي کيږي.

۶- د طلبه کرامو لپاره سیاست: په سیاسي جلسو او غونډو کي شرکت سخت منع دی. که کوم طالب العلم په کوم سیاسي جماعت کي یا کوم غیر تعلیمي فعالیت کي مبتلا ولیدل سو هغه د مدرسې څخه اخراج کيږي.

۷- په لیلیه کي د مقیم طلبه کرامو لپاره دا ضروري ده چي هر وقت د مدرسې څخه دباندي وتل وغواړي د لیليې د مسؤل استاد څخه به ضرور اجازت اخلي. بېله اجازت څخه وتل منع دي.

۸- د مازدیګر او ماښام تر مابین چي کوم وقت دی ددې وقت څخه علاوه لیلیه طالب العلم ته خصوصاً  د ماښام د لمانځه  څخه وروسته په مدرسه کي حاضر اوسېدل انتهايي ضروري دي. که کوم طالب العلم یوه شپه هم بېله اجازت د مدرسې د لیلیې څخه غیر حاضر سو لیلیه داخله يې ختم بلل کيږي.

۹- کوم شاګردان چي په سیر او تفرېح او د احبابو په ملاقاتو او په غیر ضروري مهمان نوازیو خپل وقت ضائع کوي هغوی که د تنبه څخه وروسته بیا هم منع نه سي نو د مدرسې څخه اخراج کيږي. مدرسې ته بلا اجازت مېلمه راوستل سخت منع دي.

۱۰- خپلو احبابو او ملاقات کوونکو ته باید وویل سي چي که هغوی ملاقات کول وغواړي نو یا خو دي د مازدیګر او ماښام تر مابین او یا د جمعې په ورځ ملاقات وکړي.

۱۱- هر طالب العلم ته په کار ده چي د صفايي او نظافت پوره خیال وساتي،خصوصاً د جمعې په ورځ غسل وکړي او د خپلو جامو بدلولو څخه مخکي د خپل اطاق او برنډې صفايي هم وکړي. کچره د کچره دانۍ څخه علاوه بل ځای ونه غورځوي. درسګاه، اطاق، برنډه او د مدرسې صحن خراب او چټل نه کړي.

پر دېوالو خط  ونه لیکي ، ډبري او یا لوټي بیت الخلاء ته د ځان سره یونسي، بلکي په استنجا کولو کي د تشناب کاغذ او اوبو څخه کار واخلي. د خپل اطاق ټول شیان په ترتیب او (سیقله) سره پر خپل ځای منظم کښيږدي.

په کومه تالۍ یا لوښي کي چي خپل کالي او جامې پرېولي باید وروسته هغه لوښی پاک او خپل ټاکل سوي ځای ته نقل کړي او پر کوم ځای چي یې خپل کالي پرېولي دي هغه ځای هم صاف او ستره کړي. غرض د صفايي، ښائست،تهذیب، اخلاقو او ديندارۍ مثالي نمونه باید پېش کړي.

۱۲- د مدرسې مهتمم، اساتذه کرام او منتظمين د هر طالب العلم څخه د پوره باز پرس حق لري، د هغوی د حکم منل د طالب العلم فریضه ده. هغوی ته پر هر قسم خلاف اصول عمل باندي د مأخذې حق سته.

۱۳- پر هر طالب العلم لازمي ده چي د مدرسې د قواعدو، ضوابطو او د اساتذه کرامو د طرفه د ورکول کېدونکو ټولو هدایاتو مکمله پابندي به کوي.

تــعــــارف

مـدرسـة الـفـاروق الاسـلامـيـة

دوهمه ناحيه، قندهار، افغانستان

الحمدلله رب العالمين و الصلوة والسلام علی افضل الانبیاء والمرسلين و علی اله و صحبه اجمعين

مدرسة الفاروق الاسلامية (دوهمه ناحيه قندهار) یوه غیر دولتي ديني او علمي اداره ده چي د خپل تعلیمي نصاب ، نظم، نسق او تربيت په اعتبار یو امتیازي حیثیت لري. په راتلونکي کي په اختصار سره ددې مدرسې تاريخ، تاسيس، نظام تعلیم، تربيت او د مختلفو شعبو تعارف درته ذکر کيږي.

د مدرسې تاسيس او بنياد

په شوال المکرم -۱۴۲۸هـ ق، مطابق -۱۳۸۶ هـ ش، کي ددې مدرسې بنياد په همدې مسجد کي محض پر الله تعالی باندي په توکل کولو سره کښېښودل سو. په هغه وخت کي د مدرسې کوم عمارت نه ؤ او نه ابتدايي اسباب او وسايل مهيا وه. د مدرسې د موجوده عمارتو پر ځای خرابه او وېران ميدان ؤ، چي د خرابو اوبو او وښو څخه ډک ؤ، چي د یو ځنګل شکل يې اختیار کړی ؤ. طلبه کرامو ته سبق د مسجد سره متصل اشپز خانه او مسجد کي ويل کېدی. د اوسېدو لپاره نه کوم اطاق او نه د تعليم لپاره کومه درسګاه وه.

د مدرسې مخلصو استادانو په ابتداء کي د ډيرو لږو، یعني درې کسانو شاګردانو څخه دا مدرسه را شروع کړه او کومه تنخوا او یا بل امتیاز نه وو، محض د الله تعالی پر ذات په توکل سره چي په ابتداء کي د مدرسې په خاطر بې شماره مشکلات او تکالیف هم پېښ سول. خو دغه څو تنو مخلصو استادانو دغه ټول وزغمل او صبر او تحمل يې وکړ. چي دا همېشه د علماء حق عادت وي. خو الله تعالی په خپل فضل او کرم سره او د دوی د صبر او اخلاص په برکت رفته، رفته دغه ټول مشکلات دفع کړل او د دوی په کار کي يې برکت واچوی، چي په لومړي سر کي د مدرسې جنوب ته د دارالافتاء تعمير جوړ سو او ورپسې د شمال طرف ته دوه منزله تعمير جوړ سو. څه زمانه بعد د مدرسې و جنوب طرف ته یو سرای رانيول سو چي اوس پکښي ابتدايي صنفونه شروع دي.

څه زمانه وروسته د مسجد سره متصل یو بل سرای رانيول سو چي اوس پکښي د بناتو مدرسه ده.

په ابتداء کي په مدرسه کي ابتدائيه، اول، دوهم صنف او اولی درجه وه، چي په لږ وخت کي ورته الله تعالی علمي ترقي هم نصیب کړه چي درجات او صنفونه پکښي زیات سول چي مکمله تفصيلي یادونه يې لاندي  وړاندي کيږي.

د مدرسې د اساتذه کرامو اخلاص او علمي صلاحيت ؤ چي الله تعالی اداره په ترقۍ ونازوله او په لږ وخت کي يې د یوې معروفي علمي ادارې حیثیت اختیار کړی او د هیواد د ګوټ، ګوټ څخه ورته شاګردان را مات سول چي دا دی اوس د یوې مثالي ادارې په شکل موجوده ده، فلله الحمد علی ذالک.

د مدرسې اغراض او مقاصد

۱- د مدرسې اهم مقصد داسي علماء، فضلاء او د اسلام داعيان تیارول دي چي د علمي کمال سره، سره د تقوی، للهیت او اخلاص په زېور ښائسته وي. چي تر ټولو مهم او اساسي مقصد يې د دين اسلام حفاظت وي او په نشر او اشاعت کي او د امت مسلمه و صراط المستقیم ته رهنمايي وي.

۲- د نورو جامعاتو، مدارسو او علمي ادارو سره روابط پیدا کول او علمي، تدریسي او د تجربو په میدان کي د هغوی سره تعاون کول.

۳- نوی نسل پر خپل دين ټينګول او د ديني اقتدار او اسلامي ادابو او ثقافت سره د هغوی اشنا کول.

۴- د عامو مسلمانانو اصلاح او رهنمايي او هغوی د ملحدانه افکارو او باطلو نظریاتو څخه د ساتلو لپاره علمي او تصنیفي کار کول.

۵- د عربي اهمو او مفیدو کتابو پښتو ژبي ته  ژباړل او د پښتو مفيدو کتابو عربي ته ترجمه کول او د دې د طباعت انتظام کول.

 

د مدرسې نظم او نسق

د مدرسې دوه مجلسونه دي یو خاص او بل عام :

 مجلس خاص د مدرسې پر منتخبو اساتذه کرامو مشتمل دی چي هغوی د مدرسې پر خاصو انتظامي امورو مشوره کوي او په مجلس عام کي د مدرسې تمام اساتذه کرام موجود وي. په دې مجلس کي پر علمي او تعلیمي امورو مشوره کيږي.

مجلس شوری عام: د مدرسې بنیاد الحمدلله پر مشوره بناء دی او انشاء الله په همدې ترتيب به چليږي او د کال په جریان کي تقريباً هره چهارشنبه دا مجلس منعقد کيږي. چي د مدرسې پر تعلیمي او نورو کارو باندي اساتذه کرام د خپلو قېمتي اراؤ اظهار کوي او خصوصاً بیا د سه ماهي، شش ماهي او سالانه امتحاناتو پر موقع باندي او همدارنګه د تعلیمي کال د افتتاحي تقریب پر موقع باندي.

مجلس شوری خاص: په دې مجلس کي د مدرسې منتخب اساتذه کرام شرکت کوي او د مدرسې پر خاصو انتظامي  امورو او د هغوی پر نګراني او رهنمايي خپل ارا او نظریات شریک کوي. په دې مجلس کي د مدرسې مهتمم، ناظم تعلیمات او صدر المدرسین څخه علاوه نور اساتذه کرام هم وي چي فی الحاله د مدرسې د مجلس خاص د اراکینو فهرست په لاندي ډول دی:

۱- مولوي عنایت الله صاحب – مهتمم او استاد الحدیث

۲- مولوي محمد عثمان صاحب – صدرالمدرسین او استاد الحدیث

۳- مولوي عبدالحق صاحب – نائب رئیس دارالافتاء او استاد الحدیث

۴- مولوي حاجي محمد صاحب – ناظم تعلیمات او د مشرانو استادانو څخه

مجلس تعليمي: په مدرسه کي یو مجلس تعلیمي هم سته چي په هغه کي د مدرسې تمام اساتذه کرام د مدرسې په نصاب کښي مفید اصلاحات، د امتحاناتو نظم او نورو تعلیمي کارونو نګراني کوي. د مدرسې په موجوده مجلس تعلیمي کي د مدرسې تمام اساتذه کرام شرکت کوي.

اساتذه کرام

په مدرسه کي همېشه لله الحمد دا کوشش کيږي چي د مدرسې لپاره باکمال، تجربه کار او مخلص اساتذه کرام انتخاب سي. او همدارنګه همېشه ددې یادونه کيږي چي هر استاد خپل ځان د ادارې ملازم او کاریګر ونه بولي، بلکي ټول استادان په دې ذمداري کي برابر دي . د مجلس تعلیمي او مجلس شوری ترتیب فقط یو انتظامي مجبوري ده، ددې دا مطلب نه دی چي پر نورو اساتذه کرامو کومه انتظامي، تربیتي، یا اخلاقي خدمت نسته. بلکي په اداره کي وظیفه لرونکي او وظیفه نه لرونکي ټول استادان یو رقم خپل ځانونه مسؤلین بولي.

نو په همدې وجه الحمدلله په مدرسه کي داسي اساتذه کرام او رفقاء سره راجمع سوي دي چي هر یوه خپل ځان د علم او د مدرسې د خدمت لپاره وقف کړی دی.

د مدرسې د اساتذه کرامو تعداد حالاً (۲۰) کسان دي چي حسب ضرورت پکښي اضافه راځي او ددې څخه علاوه د مدرسې نوره عمله چي عبارت دي د خادم صفايي، اشپز او چوکیدار څخه، هم سته.

طلباء کرام

 تعداد: په مدرسه کي په دې وقت کي یعني (۱۴۳۷ هـ ق ) تقریباً (۸۰۰)  طلباء کرام په زده کړه بوخت دي چي د بناتو د تعداد څخه علاوه دي او د بناتو تعداد يې تقریباً (۶۰) ته رسیږي. چي دا ټول په یوه وقت کي د سهار څخه تر مازدیګره تعلیم حاصلوي. فلله الحمد

په مدرسه کي د نورو ولاياتونو طلبه: په مدرسه کي د قندهار د ولایت څخه علاوه الحمدلله د نورو ولایاتو طلبه هم سته. لکه: هلمند، اورزګان، فراه، نیمروز، هرات، بادغیس، زابل، غزني، لوګر، کابل، پکتیکا، پکتیا، لغمان او داسي نورو مختلفو ولایاتو طلبه کرام.

د مدرسې نظام تعليم

داخله: د داخلې په سلسله کي یو لازمي اصل دا دی چي په مدرسه کي داسي طالب العلم داخل سي چي دیني مزاج او د مطلوبه درجې علمي استعداد ولري، نو په همدې وجه د داخلې لپاره امتحان داخله لازمي شرط دی.

د مدرسې د تعلیمي کال شروع د شوال المکرم د میاشتي په دوهمه عشره کي کیږي، د ۱۲ یا ۱۳ شوال څخه د نوو داخلو تفصیل او د داخلې د طریقې اعلان کیږي.

شرائط داخله:

۱- په مدرسه کي د تنسیق المدارس د سند لرونکي طلبه څخه د سند غوښتنه کيږي. که کوم طلبه د تنسیق المدارس تر عنوان لاندي مدارسو سند ولري نو په مدرسه کي بلا امتحان داخله ورکول کيږي.

۲- د شاګردانو ترتیب ته په مدرسه کي خاصه او پوره توجه کيږي نو په همدې سبب  د طالب العلم لپاره ضروري ده چي د مدرسې د هغه ټولو قوانینو او ضوابطو پابندي به کوي کوم چي وروسته ذکر کیږي.

۳- په بنیادي شکل دا ضروري ده چي طالب العلم به صحیح العقیده مسلمان وي، اتباع سنت او د اسلاف امت طرز او فکر به يې شېوه او خوی وي.

۴- په درجاتو کي د داخلې لپاره باید د طالب العلم عمر کم از کم (۱۰) کاله وي. خو د ناظرې او حفظ لپاره تر دې د کم عمر شاګردان هم شاملېدلای سي. البته په صنفونو کي د داخلې لپاره باید د شاګرد عمر تر (۸) کاله کم نه وي.

۵- په اولی درجه کي د داخلې لپاره د صنفونو ویل یا د هغوی استعداد شرط دی.

د داخلې طريقه: په هره درجه کي د خواهشمند طالب العلم لپاره دا ضروري ده چي په مطلوبه درجه کي به د سابقه درجې امتحان ورکوي. صرف په امتحان کي په کامياب کېدو سره داخله نه ورکول کيږي. بلکي چيري چي د تعلیمي استعداد تلاش کول کيږي همداسي د طالب العلم د ذهني او فکري رجحان جائزه هم اخیستل کيږي، چي ددې بنیادي مقصد دا دی چي په مدرسه کي د داخله اخستونکي طالب العلم ذهن او فکر خو په کوم غیر علمي امورو کي مشغول نه دی.

د داخلې په طریقه کي حسب ضرورت څه اندازه تغیر او تبدیل راځي خو عموماً د داخلې طریقه په دې ډول وي چي په لاندي څو کرښو کي بیانيږي:

د داخلې امتحان او جائزه پر درو (۳) مرحلو مشتمل وي:

۱- په اوله مرحله کي د طالب العلم څخه د ناظرې قران کریم، لمانځه او دعاؤ مشفوي جائزه اخیستل کيږي. په دې کي د کامیاب طالب العلم د داخلې درخواست د را رواني مرحلې لپاره قبليږي.

۲- په دوهمه مرحله کي د کامیابو شاګردانو د مطلوبه درجې لپاره تحریري امتحان اخيستل کيږي.

۳- په دریمه مرحله کي په تحریري امتحان کي د کامیاب سوي شاګردانو تقریري امتحان اخیستل کيږي چي د امتحان لپاره د سابقه درجې ټول کتابونه  او یا منتخبو کتابو کي امتحان ځني اخیستل کيږي. په دې اخره مرحله کي کامیاب طالب العلم ته فارم داخله ورکول کیږي، چي د دفتري کارو څخه وروسته ددې شاګرد داخله مکمله سوه او بطاقة القبول ورکول کيږي او په حاضري کي یې نوم ليکل کيږي.

د تعليم اوقات

په درجاتو کي د سهار په طرف کي پنځه ساعات وي او په مابین کښي نیم ساعت تفرېح وي. د ماپښين د لمانځه، طعام او ارام څخه وروسته تر مازدیګره بیا د ویل سوي کتابونو تکرار او مطالعه وي. د مازدیګر د لمانځه څخه وروسته تر ماښام پوري بیا تفرېح وي. د ماښام د لمانځه څخه وروسته د سورة یاسین ویل په مدرسه کي ضروري دي. د سورة یاسین او دعا څخه وروسته بیا تکرار او مطالعه وي. د ماخستن د لمانځه څخه وروسته مختصر تعلیم کیږي او وروسته يې بیا تکرار او مطالعه ده د شپې تر (۱۱:۰۰) بجو پوري. او وروسته بیا د خوب لپاره اجازت ورکول کيږي. د سهار د لمانځه لپاره نيم ساعت مخکي تر لمانځه ټول شاګردان لمانځه ته راپورته کول کيږي. د لمانځه د ادايني وروسته تلاوت او اذکار دي او بیا د چايو ترتیب جوړيږي او په همدې ترتیب تعلیمي اوقات حسب معمول روان وي.

البته د حفظ درسګاه د سهار د لمانځه څخه وروسته فوراً شروع کيږي او ټوله ورځ د معمول مطابق روانه وي او د ماښام د لمانځه څخه وروسته تر ماخستن پوري جاري وي.

د صنفو ترتیب د سهار د (۸:۰۰) بجو څخه عموماً شروع کيږي د مازدیګر تر اذان پوري .

د یادوني وړ ده چي د مطالعې او تکرار په وخت کي هم د شاګردانو نګراني د اساتذه کرامو لطرفه په دوامداره توګه کيږي.

او همدارنګه باید دا خبره هېره نسي چي کوم شاګردان په صنفو کي دي او حفظ یې کړی وي د هغو د حفظ د یاد په خاطر د ماپښين په طرف کي مستقل یو ساعت دی چي د استاد په نګرانۍ کي خپل ګردان کوي.

ددې لپاره مستقله حاضري سته او پر غیاب او حضور باندي یې مجازات او مکافات سته.

تعليم بنات: د مدرسې يوه څانګه د بناتو مدرسه ده. د بناتو د مدرسې تعلیمي ترتیب دا دی چي د سهار د (۸:۰۰) بجو څخه عموماً شروع کيږي او بیا د غرمې تر (۱۲:۰۰) بجور پوري، بیا مدرسه رخصت کيږي. څلور ساعتونه لري او یو ساعت د عملي لمونځ د ورښووني لپاره دی. د نیم ساعت لپاره په خپله مدرسه کي تفريح هم لري.

تعليمي کال

په مدرسه کي تعلیمي کال تقریباً (۱۰) میاشتي دی چي د شوال المکرم د شل څخه شروع کيږي او د شعبان اخر ته پای ته رسيږي. سالانه رخصتي دوې میاشتي شعبان او رمضان وي. همدارنګه تقریباً (۱۵) ورځي د شوال او (۱۳) ورځي د عیدالاضحی رخصتي وي. نوره کومه عمومي رخصتي نسته. البته د سه ماهي او شش ماهي امتحان څخه وروسته دوې یا درې ورځي رخصتي ورکول کیږي او هفتنۍ رخصتي د جمعې په ورځ وي.

د طلبه کرامو کفالت او ضروريات

د مدرسې په ټولو شعبو کي تعلیم مفت ورکول کيږي صرف په صنفو کي په اول، دوهم، دريم او څلورم صنف کي د یو شاګرد پر سر (۲۰۰) افغانۍ ماهانه فيس اخيستل کيږي چی فقراء او ناداره یتیمان معاف او یایې فیس نیم دی، باقي بنات، شعبه حفظ او تمام درجات کتب، په دې کي تعلیم مفت ورکول کيږي. د دې څخه علاوه د غریب او ناداره طلبه سره د مدرسې لطرفه کومک او د هغوی علاج او نور ضروریات هم د مدرسې لخوا مهیا کيږي، چي الله تعالی يې په خپل فضل او کرم او د نيکو بنده ګانو په تعاون سره سرته رسوي. فلله الحمد

دارالاقامه

په مدرسه کي د طلبه کرامو پر تعلیم سربېره د هغوی دیني او اخلاقي تربیت ته هم خاصه توجه کيږي چي د دې لپاره ضروري ده چي طالب العلم به (۲۴) ساعته د مدرسې په ماحول کي تېره وي. د  همدې مقصد لپاره په مدرسه کي د طلبه  کرامو لپاره د لیلیې انتظام هم سوی دی. خو متاسفانه چي د مدرسې احاطه ډېره تنګه ده نو طلباء کرام مستقل دارالاقامه نه لري، بلکي په درسګاؤ کي ارام کوي چي دا د مدرسې لپاره بنیادي مشکل دی.

۱- کوم طلبه چي په مدرسه کي لیلیه دي د هغوی د اسباقو، اخلاقو، صفايي او تربیت لپاره د مدرسې له طرف څخه مستقل باتجره نګران استاد وي چي د دوی د تعلیمي اوقاتو څه علاوه د هغوی د مذکوره اعمالو نګراني کوي. د شپې په هر یو وقت کي حاضري اخيستل کېدلای سي.

د سهار د لمانځه لپاره د هغوی راويښول او که کوم طالب العلم مریض سي د هغوی فوري علاج کول هم د دې نګران استاد کار وي.

۲- په لیلیه کي د ارام لپاره خپل اوقات مقرر  دي او همدارنګه د درسګاؤ د صفايي خاص نظام برابر سوی دی چي نګراني یې د لیليې مسؤل استاد کوي.

۳- پاته دي نه وي چي په مدرسه کي کثير تعداد طلبه هغه هم دي چي صرف د سهار څخه تر مازدیګره په مدرسه کي وي او د شپې لطرفه خپلو کورونو ته ځي.

۴- د مدرسې د شاګردانو د ښه استعداد او علمي ترقۍ په نظر کي نیولو سره هغه نهاریه طلبه کرام چي د سهار څخه تر ماښامه پوري په مدرسه کي وي، د امتحاناتو په ایامو کي د هغوی د غوښتني سره سم لیلیه داخله ورکوي او د امتحاناتو ایام په مدرسه کي تېروي.

|       کورپاڼه       |       عکسونه       |       پوسټرونه       |       ارشيف       |       اړيکه       |