د مدرسې شعبات
  • د مدرسة الفاروق الاسلامية شعبې

د مدرسې شعبې

۱- شعبه تحفيظ القران: د مدرسې یوه اهمه شعبه تحفیظ القران الکریم ده چي په هغه کي دناظرې څخه علاوه کوچنیانو ته عموماً د قران کریم حفظ کول کيږي. د مدرسې د قیام سره سم دا شعبه هم الحمدلله قائم ده او د ډېرو مسلمانانو اولادونه د قران کریم حفظ یا پکښي کړی دی او یایې کوي.

۲- شعبه صفوف: د مدرسې د شعبو څخه یوه اهمه شعبه د صنفو هم ده چي د اول صنف څخه تر شپږم صنف پوري په کثیر تعداد کښي شاګردان لري. هغه ضروري ټول علوم پکښي وايي چي په خپل ۲۴ ساعته ژوند کي یو شاګرد اړتیا ورته لري.

په دې شپږو صنفو کي دیني او عصري ټول هغه مضامین ځای سوي دي چي د یو شاګرد د مکتب د مضامینو څخه استغنا راولي. یعني که کوم شاګرد مکتب ونه وايي نو هغه لازمي عصري علوم ، لکه: ریاضي، فارسي، تاریخ، جغرافيه،خوشخطي چي په مکتب کي یو شاګرد ته ویل کیږي په مدرسه کي په ډېر ښه کیفیت ورته درسيږي. چي لله الحمد تر اوسه پکښي ډېره ښه مثبته نتیجه په لاس راغلې ده.

۳- شعبه درس نظامي: دا په بر صغیر (کوچنۍ وچه) کي تقریباً د ټولو دیني مدارسو کم از کم د صنفو څخه علاوه بنیادي او مشترکه او متفقه (۸) کلن نصاب دی چي د پاکستان د وفاق المدارس په اصطلاح کي پر څلورو تعلیمي حصو تقسيم سوی دی: عامه، خاصه، عالیه، عالميه.

چي  هره مرحله يې پر دوو کالو مشتمله ده.

په دې مراحلو کي چي کوم علوم درسيږي هغه: ترجمه و تفسیر قران کریم، اصول تفسیر، حدیث نبوي، اصول حدیث، فقه، اصول الفقه، علم میراث، علم کلام، سیرت نبوي ، اسلامي تاریخ او نور علوم عربیه لکه: صرف، نحو، لغت، بلاغت، ادب، عروض و قوافي، منطق، فلسفه او فلکیات او داسي نور.

په مدرسه کي د تنسیق المدارس مجوزه نصاب ورته ویل کيږي. چي ټوله مرحله يې (۱۰) کاله کيږي.

۴- مدرسة البنات: په مدرسه کي د بنين په رقم د بناتو لپاره هم مستقله شعبه سته. دا ځان ته خاصه مدرسه ده چي په هغه کښي د مسلمانانو د لوڼو چي عمرونه يې ( ۴ – ۹ ) کالو پوري وي، داخله ورکول کيږي.

په دې مدرسه کي تر اوسه پوري اول ، دوهم او دريم صنف سته چي د متعلماتو د ترقۍ سره یې نور صنفونه ورته جوړيږي. په دې صنفو کي چي کوم نصاب ورته ویل کيږي هغه د مدرسې لطرفه ورته مرتب سوی دی چي په لاندي ډول دی:

اول صنف:  نوراني قاعده //  پښتو  //  حساب  //  اسلاميات  // عملي لمونځ .

دوهم صنف:  عم پاره  //  حساب  //  هداية الاطفال  //  تاديب الاطفال  //  عملي لمونځ .

دريم صنف:  تعليم الاسلام  //  معلم البنات (حصه عقائد)  //  محفوظات  //  معلم البنات (حصه مسنون اعمال)  //  قران کريم .

په مدرسه کي د بناتو د تعليم لپاره مستقل جدا ځای دی چي دوی هلته پنځه ساعات اسباق وايي، د سهار په طرف کي او وروسته خپلو کورونو ته ځي.

۵- تعليم بالغان: په مدرسه کي د لوی عمر لرونکو افرادو لپاره خصوصاً د مدرسې د قرب او جوار سره چي کوم خلګ اوسيږي، د هغوی لپاره هم د تعليم انتظام سته چي د ماښام په طرف کي د ماښام د لمانځه څخه وروسته هغوی ته مستقله درسګاه انتخاب سوې ده. او دوی ته د مدرسې د استادانو لطرفه د قران کریم تجوید او نور بنیادي دیني علوم ورته ښودل کيږي چي نصاب يې په لاندي ډول دی چي د مدرسې لطرفه ورته ترتيب سوی دی:

۶- تمرين خطابت: د درس نظامي د طلباء کرامو لپاره د مدرسې د ترتيب مطابق د الدرجة الرابعه څخه نيولې بیا تر دورة الحديث پوري د مدرسې له طرفه څخه دا نظم جوړ سوی دی چي ټول طلباء کرام به په انجمنو ي باقاعده شرکت کوي چي ددې لپاره ترتيب په لاندي ډول دی:

  • د ټولو درجاتو حسب ترتيب مذکور طلباء کرام دوه ځایه انجمن کوي چي په هر انجمن کي مساوي تعداد طلباء کرام شرکت کوي د مدرسې د تعلیمي مشورې لطرفه هغوی ته څلور استادان د نګرانۍ لپاره ټاکل کيږي چي مذکوره دواړه انجمنونه د دوی په سرپرستۍ او نګراني کي وسي. چي د ټول کال لپاره یې عمومي نګراني د مدرسې لطرفه یو خاص جماعت ته د استادانو ورکول سوې ده.
  •  د انجمن لپاره د موسم مطابق د سهار د لمانځه څخه فوراً وروسته وقت ټاکل سوی دی چي د رسمي تعلیمي ساعتونو تر شروع کېدو نیم ساعت یا شل دقيقې مخکي پای ته رسيږي.
  •  په انجمن کي هر شاګرد ته ( ۱۰ ) دقيقې د بيان لپاره وقت ورکول کيږي چي بيان کوونکی طالب العلم به په ( ۱۰ ) دقيقې کي دننه دننه خپله ټاکل سوې موضوع پای ته رسوي.
  • طالب العلم ته موضوع د مخکي څخه د مدرسې د انجمن لپاره د مختص هيئت لطرفه ټاکل کيږي چي طالب العلم به هغه موضوع ښه کلکه یادوي او بيا به يې په انجمن کي وايي.
  •  دموضوع لپاره معیاري او معتبر کتابونه د مدرسې د لطرفه انتخاب کيږي. مثلاً: مشکوة المصابيح، معارف القران او داسي نور. دا انجمنونه ټول کال په مدرسه کي د طلباء کرامو تر مینځ جاري وي تر څو سبا په عملي ميدان کي د خپلي ژبي په واسطه اسلامي امت ته دين ورسوي او د خطابت د معیار او اصولو مطابق يې ورسوي.
  •  د طالب العلم د بيان به وخت کي نګران استاد د طالب العلم په بيان کي ټولي نیمګړتياوي ليکي او بيا يې وروسته د انجمن په اخري کي ورته بيانوي. مثلاً لاندي نيمګړتياوي ورته بيانيږي: په اعراب کي غلطي، د خپلي موضوع څخه وتل، د موضوع عدم وضاحت، ضعیف یا کمزوری قول را نقل کول، په بیان کي د مخاطب تر فهم لوړ او یا کښته بیان کول، موضوع عام فهمه، د مخاطب د ذهن موافق نه بیانول. مذکوره ټولو خبرو او دې ته ورته خبرو ته پوره توجه کول کيږي.

د کال په اخر کي د دواړو انجمونو څخه ممتاز شاګردان یوه عمومي د مدرسې په سطحه انجمن ته را وځي. او بیا د دې تولو شاګردانو تر مينځ ټوله ورځ تقریباً انجمن کيږي او په دې عمومي انجمن کي بیا د ټول ښار په سطحه انجمن ته ممتاز شاګردان راوځي. د ټول ښار په سطحه د انجمن مطلب دادی چي د ښار د مختلفو علاقاتو څخه علمار کرامو، طلباء کرامو او عامو مسلمانانو ته دعوت ورکول کيږي تر څو په انجمن کي شرکت وکړي او ددې انجمن لپاره شاګردانو ته د نمبرو ورکوونکي ممتحنین استادان د مدرسې د استادانو څخه علاوه د نورو مدارسو جید اساتذه کرام ټاکل کيږي. او اول، دوهم او دريم نمبر شاګردان او د هغوی نومرې هم دغه استادان بيانه وي.

او په اخر کي یو مېلمه عالم خبره کوي او کامیاب شاګردانو ته انعام ورکول کيږي او د باقي شاګردانو هم حوصله افزايي کيږي. او کله، کله د وقت د تقاضاء مطابق د مېلمنو اکرام هم کيږي او د دعا په ویلو سره دا سلسله پای ته رسيږي.

یادونه: مذکوره اخري دوو انجمنو ته یوه خاصه تقریري مقابله ويل کيږي چي په هغه کي یوازي د مدرسې اساتذه کرام شرکت کوي او اخري عامه تقريري مقابله ده چي د ټول ښار څخه خواص او عوام پکښي شرکت کوي.

۷- خوش نويسي: په مدرسه کي د درسي اوقاتو څخه علاوه خصوصاً د مازدیګر څخه تر ماښامه د شاګردانو لپاره د خوشخطي انتظام هم سته چی ددې کار د انجام کېدو لپاره مستقل مشاق استاد مقرر دی او طلباء کرامو ته خوشخطي ور ښيي.

۸- دارالافتاء: په جامعه کي د جامعې د بنیاد سره سم د دارالافتاء ترتيب هم جوړ سو چي الحمدلله ښه په آب او تاب فعاليت کوي.

دا د جامعط هغه شعبه ده چي پر هغه مسلمانان د خپلو شرعي مسائلو د حل لپاره مکمل اعتماد او اطمينان کوي. د جامعې مفتيان کرام د شرعي فتاواؤ په صادرولو سره د مسلمانانو انفرادي او اجتماعي مسائلو ته په ليکلي ډول جواب ورکوي. او همدارنګه هر ورځ ډېر تعداد خلګ خپله د مدرسې دارالافتاء ته حاضريږي او مسائل پوښتي او جواب ورکول کيږي. او همدارنګه د ملک په دننه او د ملک څخه دباندي د مدرسې پر ویب پاڼه او یا موبایل د لاري چي کوم سوالات کيږي د هغوی جوابات هم ورته ليکل کيږي او بيا د ویب پاڼي د لاري دوی ته ورکول کيږي.

د درالافتاء څخه هر کال په سلهاؤ فتواوي صادريږي چي ددې لپاره باقاعده ارشیف او ریکارډ سته چي په هغه کي ثبت کيږي. تر اوسه الحمدلله (  ) فتواوي صادري سوي دي.

۹- دارالتاليف او ترجمه: په جامعه کي د تاليف او ترجمې لپاره هم مستقله شعبه سته چي په دې شعبه کي پر داسي موضوعاتو کتابونه لیکل کيږي کومو ته چي اوس د امت ضرورت دی. په دې شعبه کي د هغه عربي یا اوردو کتابو ترجمه کيږي چي عوام او خواص ټول ورته محتاج وي. چي تر اوسه یې لاندي کتابونه د طباعت په زېور مزين کړي دي:

ابتدائي صرف، ابتدائي نحو، شل رکعته تراوېح، د نحومير درس.

|       کورپاڼه       |       عکسونه       |       پوسټرونه       |       ارشيف       |       اړيکه       |